IQNA

د ملایشیا د لومړی مقام ګټونکی:

 د نورو هېوادونو له قاریانو زده‌کړه زما د بریا لامل شوه(فیلم)

6:21 - August 11, 2025
د خبر لمبر: 3491527
ایکنا - د ملایشیا د نړیوالو قرآني سیالیو د نارینه‌وو د څانګې لومړي مقام ګټونکی وائي؛  د نورو هېوادونو له مخکښو قاریانو سره ناسته او زده‌کړه د ده د بریا لاره هواره کړې.

  ایکنانیوز د برناما له قوله راپور راکړ، ایمن رضوان محمد رملان د ملایشیا د قرآنی نړیوالو سیالیو د شپږ شپېتم  پړاؤ د تلاوت او حفظ  (MTHQA) په نارینه‌وو کې د قرائت څانګې کې لومړی مقام وګاټه. دا دویم ځل ؤ چې نوموړي په دې سیالیو کې ګډون وکړ؛ دی په ۲۰۲۲ کال کې هم د ملایشیا استازی و.

دغه ۲۷ کلن ځوان چې د ملایشیا د پراک ایالت د تایپینګ اوسېدونکی دی وویل چې دا بریا د ده د قرآني مسلک د ژوند تر ټولو لوړه څوکه ده. نوموړي د جایزې د ویش په مراسمو کې خبریالانو ته وویل: «الحمدلله، زه ډېر خوښ او حیران  یم ځکه دا لومړی ځل دی چې زه په نړیوالو سیالیو کې ګټونکی کېږم.

ایمن وویل چې له ۱۵ کلنۍ ئې د قرآني سیالیو برخه اخیستل پیل کړي، له ملایشیايي قاریانو ئې زده‌کړه کړې او له د ایران او انډونیشیا له قاریانو سره ئې دوستانه اړیکې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې دا اړیکې او تبادلې یې د قرائت په اړه پوهه نوره هم ژوره کړې او د ده تلاوت یې ښه کړی دی. همدارنګه یې وویل چې د تجوید، تلفظ، غږ کیفیت او نغمو په برخې کې چمتووالی د ده د پیاوړي تلاوت لامل شوی.

سږ کال د رمضان په میاشت کې ایمن په ایران کې د «محفل» په نوم ټيلیویژني پروګرام کې هم ګډون وکړ. هلته یې د مصري او ملایشیايي سټایلونو باندې ګډ تلاوت وړاندې کړ او وروسته ئې د حضرت محمد ﷺ په اړه یوه نعتیه کلام وویل . په همدې ګډون کې ئې د ملایشیا په څو فرهنګي ټولنې کې د قرآني کلتور په اړه هم خبرې وکړې.

د ښځو په برخې کې، «وان صوفیا عینی وان محمد زاهدی» د کلانتان ایالت اوسېدونکې، سره له دې چې د سیالیو څو ورځې مخکې ناروغه شوې وه، لومړی مقام وګاټه. هغې وویل چې د کورنۍ، ښوونکو او ملګرو ملاتړ هغې ته انګېزه ورکړه. د سیالیو دوه ورځې مخکې هغې انفلونزا نیولې وه او غږ ئې خراب شوی و، خو بیا ئې هم خپل  تلاوت په ښه ډول بشپړ کړ.

د قرائت او حفظ دواړو څانګو ګټونکو هر یو ۴۰،۰۰۰ رینګیټ مالیزیا (RM) نغدي جایزه د ملایشیا د اسلامي اقتصادي پرمختیا له بنسټ (YaPEIM) څخه، د نورو ډالیو او ستاینلیکونو ترڅنګ ترلاسه کړه.

د شپږ شپېتم پړاؤ نړیوالې قرآني سیالئ د اګست په ۱۱ د ګامبیا او مراکش د استازو په تلاوت سره د کوالالامپور په نړیوال سوداګریز مرکز (WTCKL) کې پیل شوې او د زمري په ۱۸مه پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې له ۵۰ شاوخوا هېوادونو څخه ۷۲ تنه په د قرائت او حفظ څانګو کې سیالۍ وکړې چې له هغو ۴۰ تنو په قرائت او ۳۲ تنه په حفظ کې ګډون درلود

https://iqna.ir/fa/news/4299142

/////////////////////////////////

captcha